ننګرهار کې معلولينو ته د فزيکې بيارغونې مرکز جوړېږي

په ننګرهار کې د افغانستان لپاره سويډن کميټې لخوا د معلولينو لپاره د نوي فزيکي بيارغونې مرکز ودانۍ د بنسټ ډبره په رسمي ډول کيښودل شوه. دغه مرکز چې د ختيځ روغتيايي کمپليکس په احاطه کې جوړيږي، ۳۰ ميليونه افغانۍ مالي لګښت پرې راځي چې د  سويډيش پوسټ کوډ لاټري ډونر لخوا ورکول  کيږي او د دوو کلونو په موده کې به جوړ شي.

د فزيکي بيارغونې مرکز درې پوړيزه وداني به په ۱۷ متره مربع ساحه کې جوړه شي  چې ۴۷ خونې او دفترون به لري. په دې ودانۍ کې به افغانستان لپاره سويډن کميټې معلولينو پروګرام فزيکي بيارغونې مرکز ټولې برخه کې لکه کمپونينټ ورکشاپ، فزيوتراپي څانګه، د مصنوعي غړو او قالبونو جوړولو ورکشاپ ، موجودې وي.

د فزيکي بيارغونې مرکز د نوې ودانۍ د رغونې چارو پرانيستې مراسمو کې د ننګرهار والي سليم خان کندوزی، د عامې روغتيا ريس نجيب اله کامه وال، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ريس عبدالحکيم شېرزاد، د افغانستان لپاره سويډن کميټې د ختيځ سيمه ايز دفتر مسوول انجينر عبدالاحد سمون او د بيلابيلو دولتي او غيردولتي ادارو چارواکو ګډون کړی وو.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د پرانيستې مراسمو پر مهال د افغانانو د هوساينې په موخه د افغانستان لپاره سويډن کميټې  هڅې وستايلې.هغه وويل: ((د دې ودانۍ په جوړيدو سره به د افغانستان لپاره سويډن کميټه وتوانيږي چې د لغمان، کنړ، نورستان او ننګرهار   معلولو وروڼو او خويندو ته لا ډير ګټور خدمتونه وړاندې  کړي.))

د ننګرهار عامې روغتيا ريس نجيب الـله کامه وال په وينا چې اوس د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د معلولينو پروګرام

د فزيکي بيارغونې مرکز شته خو د ځای د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

هغه زياته کړه: ((کوم خدمتونه چې د معلولينو پروګرام د معلولينو لپاره د فزيکي بيارغونې په برخه کې ترسره کوي لکه بدني رغښت، د مصنوعي غړو ، قالبونو جوړول اوکومکي وسايلو جوړول، دا ټول به په يوه ودانۍ کې وي. په دې سره به د خدمتونو په وړاندې کولو کې د کيفيت او کميت په برخه کې لا ډير ښه والی رامنځته شي.))

ه ختيځ کې د افغانستان لپاره سويډن کميټې سيمه ايز دفتر مشر انجينر عبدالاحد سمون  په دې مراسمو کې له رسنيو سره په

خبرو کې وويل چې د افغانستان لپاره سويډن کميټه د روغتيا، پوهنې، کليو بيارغونې او د معلولينو بيارغونې په برخو کې

په فعال ډول کار کوي. نوموړي د افغانستان لپاره سويډن کميټې سرمنشي انا کارين له خولې وويل، د افغانستان لپاره سويډڼ

کميټه به تر هغه په افغانستان کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي چې تر څو چې د افغانانو لخوا زمونږ پاتي کیدلو ته اړتیا لیدل کیږي.

د ننګرهار کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ريس عبدالحکيم شيرزاد په خبره چې ننګرهار کې نږدې شپږ زره تنه معلولين په ياد ولايت کې له ياد رياست سره ثبت دي. هغه د افغانستان لپاره سويډن کميټې د معلولينو پروګرام فعاليتونه او هڅې وستايلې.  د هغه په وينا د معلولينو د ټولنيزې، اقتصادي او فزيکي بيارغونې په برخه کې دوامداره هڅو ته اړتيا ده.

محمد صلاح الدین مومند

انځورونه: ثناء الله صفت